د سرو زرو په بيه کې پنځه ډالره کمښت راغلى دى
کابلباختر د لړم د مياشتې ١٤
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت پنځه ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکېديکشنبې په ورځ يو انس سره زر په ١١٦٨ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١١٦٣ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٠٠ افغانيو، کويټي په٢٣٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠ افغانيو، عربي په١٩٨٠ افغانيو، ايراني په١٥٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.