اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې يو ډالر کمښت راغلى دى

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣٠ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت يو ډالر کمښت راغلى دى.
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٩٥ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په١٢٩٤ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته