اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې شپاړلس ډالره زياتوالى راغلى دى

کابل- باختر د کب د مياشتې١٢ مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځ په نسبت شپاړلس ډالره زياتوالى راغلى دى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣٢٦ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٣٤٢ډالره  وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو، کويټي ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٥٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢٢٠٠افغانيو، عربي ٢١٥٠ افغانيو، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته