د سرو زرو په بيه کې دوه ډالره کمښت راغلى دى

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت ٢ ډالره کمښت راغلى دى.
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٨٧ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١٢٨٥ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.