کابل باختر دثوردمياشتې ٣ :
په نړيوالو بازارونو کې ديوانس سرو زرو په بيه کې دتيرې چهارشنبې د ورځې
په پرتله بدلون نه ليدل کيږي .
دتيرې چهارشنپې په ورځ په نړيوالو بازارونوکې يوانس سره زر په ١٢٩٣ ډالره وړاندې کيدل خو نن هم په ١٢٩٣ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک د سرو زرو د مارکيت يو پلورونکى قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره زره په ٢٥٠٠ افغانيو ، يوويشت عياره کويټې سره په ٢٤٥٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په ٢٤٠٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په ٢١٠٠ افغانيو ، نولس عياره عربي سره زر په ٢٠٥٠ افغانيو ، اوولس عياره ايراني سره زر په ١٧٠٠ او څوارلس عياره يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل