کابل- باختر د ثور د مياشتې ٢١ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت د سرو زرو په بيه کې بدلون نه دى راغلى.
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٨٨ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په١٢٨٨ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ