کابلباخترد غبرګولي د مياشتې٧:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت اته ويشت ډالره ټيټوالى راغلى دى.
پرون په نړيوالوبازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٩٢ډالرو وړاندې کيدل، نن په١٢٦٤ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٥٠ افغانيو، کويټي په٢٤٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په١٦٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٥٥٠افغانيو پلورل کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ