اقتصاد

د سرو زروپه بيه کې ٤٢ ډالره زياتوالى راغلى دى

کابل باختر  دمرغومې دمياشتې  ١٤ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې چارشنبې ورځې په  نسبت  ٤٢  ډالره زياتوالي راغلى دى .
په تيره چار شنبې ورځ کې په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١١٩٥ډالره  وړاندې کيده؛ خو نن په ١٢٣٧ ډالره  وړاندې کيږي .
دپښتنى بانک د سرو زرو دمارکيټ يو پلورونکى قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٠٠ افغانيو، کويټي ٢٣٥٠ افغانيو، سنګاپوري ٢٤٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢١٥٠افغانيو ، عربي ٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په ١٧٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته