اقتصاد

د سرو زروپه بيه کې اتلس ډالره کمښت راغلى دى

کابل باختر  دمرغومي دمياشتې١٠ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځې په  نسبت اتلس ډالره کمښت راغلى دى .
تيره ورځ په  نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢١٣ ډالره  وړاندې کيده؛ خو نن په ١١٩٥ ډالره  وړاندې کيږي .
دپښتنى بانک د سرو زرو دمارکيټ يو پلورونکى قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٤٠٠ افغانيو،  کويټي ٢٣٥٠ افغانيو، سنګاپوري ٢٣٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢٠٥٠افغانيو ، عربي ٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په ١٦٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٥٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته