د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د فقر او بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

کابل/ د کب ٢٥ مه / باختر

د سره صلیب نړیوالې کمیټې یو ځل بیا په افغانستان کې د بې وزلۍ، لوږې او ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مرکزي نمايندکۍ مشرې ايلوا فیلون ویلي چې د کابل په واټونو کې ډېر خلک وینم چې خپل شخصي وسايل د خوراکي توکو د اخیستو لپاره پلوري. په خبره یې اقتصادي بحران مخ په پراخېدو دی او دا کار پر ميلیونونو افغانانو ناوړه اغیزه کوي او د نړیوالې ټولنې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستو دوام څرګند کړ او له نړيوالو هېوادونو او بنسټونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنيوي لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په کمېدو او د بېکارۍ، بې وزلۍ او لوږې بحران په رامنځته کېدو سره د هېوادوالو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د خوړو نړيوال سازمان وايي چې  نږدې ۲۵ ميليونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته