خبرونهTOPټولنهروغتیا

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، شپاړس امبولانسونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل

کابل، د مرغومي ۱۲مه، باختر

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسئولینو، نن ۱۶ امبولانسونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولینو ته وسپارل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې خبري غونډې ته، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص وویل چې د افغانستان خلک په تېرو څلوېښتو کلونو کې له ډول ډول ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي او اوسمهال تر هر وخت ډېر بشري مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

مولوي خالص زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره، په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او د فساد مخه نیول شوې ده او همدارنګه هېوادوالو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولیتونه هم ډېر شوي دي.

هغه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرستو مننه وکړه او له یادې کمېټې څخه یې وغوښتل چې د وسایطو او وسایلو ترڅنګ؛ د ظرفیت لوړولو، مخابراتي او اداري برخو کې هم له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته او همکاري وکړي.

مولوي خالص، دغه راز له افغانانو سره د ټولو خیریه او مرستندویو بنسټونو د بشري مرستو قدرداني وکړه او پر هغوی یې غږ وکړ چې په دغو حساسو شرایطو کې د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او له هغوی سره یې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس، همدا رنګه له رسنیو څخه وغوښتل چې د افغانستان واقعي او مثبت انځور نړیوالو ته وړاندې کړي او د خلکو اړتیاوې هغوی ته ورسوي.

په عملیاتي چاروکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ادرین زمیر من، هم په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د دغې کمېټې د مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ویل چې یادې کمېټې نن، ۱۶ امبولانسونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولینو ته وسپارل او ډېر ژر به ۲۲ نور امبولانسونه هم دغې ټولنې ته وسپاري.

هغه ژمنه وکړه چې د سره صلیب نړیوالې کمېټه به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته