کابل باختر د کب اوومه :
په جوزجان کې د سره صليب د دوو تنو کارکونکو د خلاصون لپاره هلې ځلې تر اوسه پورې نتيجه نه ده ورکړې.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني وايي: د سره صليب د دوو تنو تښتول شويوکارکوونکو د خلاصون لپاره هلې ځلې نتيجه نه ده ورکړه .
دى وايي: سره له دې چې يوشمېرقومي مشرانو د سره صليب د دوو تنو کارکوونکو د خلاصون لپاره د خبرو په خاطر اقدام کړى دى، خو ناهيلې ستانه شوي دي او هغوى ته منفي ځواب ورکړ شوى دى او اوس هم يوه ډله دخبرو په حال کې ده او وکتل شي چې دغه خبرې نتيجه ورکوي او که څنګه؟
څه ناڅه شل ورځې مخکې د سره صليب شپږ تنه کارکوونکي په جوزجان ولايت کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شول او دوه تنه نور يې يرغمل ونيول شول .
امنيتي مقامات داعش ددغې پيښې عامل معرفي کوي او له دغې پيښې وروسته سره صليب په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي .
0 1 دقیقه لوستل