د سردې بند پروژې چارې پیل کېږي

کابل / د کب ۱۸ مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د غزني د سردې بند پروژې د چارو پیل کېدو خبر ورکړ.
دغه څرګندونې د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئیس نن له سردې بند څخه د کتنې پر مهال کړي او دغه پروژه یې د هېواد په کچه یوه مهمه پروژه بللې ده.
د کابل د سیندیزې حوزي عمومي رئیس ویلي چې دغه ولایت ته یې د سفر موخه د سردې بند کتل او د یاد بند د کرکیلې ماشینرۍ بررسي کول دي . هغه وویل چې ډېر ژر به د یوه تخنیکي ټیم په مرسته هغه ۷۵ زره جریبه ځمکه بررسي کړي چې د تېرو حکومتونو پر مهال غاصبینو د خپل ملکیت برخه ګرځولې.
په همدې حال کې د سردې بند پروژې پخواني مدیر دغه پروژه د هېواد په کچه دوهمه پروژه یاده کړه او د پروژې بیا پیل یې ډېر مهم وباله.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۶۴ کال کې د یادې پروژې تشکیل ۳۴۰۰ کسانو ته رسیده؛ خو اوس یې د کارکوونکو شمېر ۳۰ دېرشو ته راکم شوی او وسایل یې هم تخریب شوي دي.
نیاز محمد چې له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې په یاده پروژه کې کار کوي، د پروژې د چارو پر بیا پیل کېدو خوښ دی.
د یادونې وړ ده چې د سردې بند د ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوی دی. دغه بند د غزني د اندړو ولسوالۍ په ختیځ کې موقعیت لري او د دوه سوه نهه پنځوس میلیونو مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې ۷۵ زره ځمکه خړوبولای شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته