سیاستخبرونهTOPټولنه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د بلوڅ قوم له مخورو سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۱۲مه، باختر 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملانورالله نوري د هېواد د ۲۶ ولایتونو د بلوڅ قوم له یو شمېر قومي مشرانو، دیني علمانو، مخورو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

بلوڅ قومي مشرانو په دغه کتنه کې د اسلامي نظام په شتون خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ خوښ دي، چې اسلامي امارت دروازې له هرډول تبعیض پرته د ټولو قومونو پر وړاندې پرانیستې دي. 

دوی همدارنګه په بېلابېلو سیمو کې مېشتو بلوڅانو ته د روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د وزارت په اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې د ځوانانو د جذب، د دوی په سیمو کې د خیریه مؤسسو د فعالیت، د بلوڅي ژبې د بډاینې او د حکومت په جوړښت کې د ځوانانو د ګمارنې په اړه یو لړ ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شریکې کړې او دغه راز يې زیاته کړه، چې بلوڅ ځوانان د اسلامي نظام هر ډول خدمت ته چمتو دي.

 په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ویلي چې بلوڅ قوم د تېر شل کلن جهاد په اوږدو کې د اشغالګرو پر وړاندې د خاورې د دفاع په خاطر ډېرې قربانۍ ورکړې دي، چې اسلامي امارت ورته د قدر په سترګه ګوري او د دوی په سیمو کې به د نورو ولایتونو په څېر په هره برخه کې لازمې کړنې تر سره کړي تر څو وکولای شي د یاد قوم ټولو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته