سیاستخبرونهټولنهTOP

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست د ۵ ولايتونو د قومي مشرانو ستونزې واورېدې

کابل، د وږي ۱۶مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري پرون د غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر له يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره وکتل.
يادو قومي مشرانو په دغه کتنه کې وويل چې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي.
دوی همدارنګه د قومونو د یووالي او د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅې وستایلې.
یادو قومي مشرانو او ديني عالمانو د خپلو ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل او د حل کېدو غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې له نورو دولتي ادارو سره د ولسونو د ستونزو شريکول خپل مسوولیت وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د یوه مسؤل نظام په توګه د ولسونو وړاندیزونو ته د قدر په سترګه ګوري.
هغه همدارنګه قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د اسلامي امارت له لوړو پوړو چارواکو سره شریکوي او د حل کولو هڅه به یې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته