د ستنډرډ ملي ادارې ۳۰ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد کړل
کابل، د مرغومې ۶مه، باختر
د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۳۰ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پرون يې په نیمروز ولایت کې ۳۰ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې څو ورخې وړاندې هم د نیمروز له لارې شاوخوا ۲۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړي وو.