کابل، د وږي ۱۶مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنيتي پوستو څخه د ستر درستيز لومړي مرستيال د ليدنې خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د وسلوال پوځ لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال مولوي روحاني او د سرحدي لواء قوماندان مولوي ذاکر یې ملتیا کوله د خوست ولایت، د ځاځي میدان ولسوالۍ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي ځواکونو له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې په دې تړاو ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو تر دې وړاندې هم د ډيورنډ فرضي کرښې په ګډون د هېواد د سرحدي پوستو څخه د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه ليدنه ترسره کړې وه.
43 1 دقیقه لوستل