سیاست

د سترې محکمې په عالي شورا کې دمارشال محمد قسيم فهيم پاک روح ته دعا وشوه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د سترې محکمې عالي شورا نن  له غرمې مخکې د قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په  مشرۍ غونډه  وکړه.
دسترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
عالي شورا د سترې محکمې د ډاډګيرنې د پيغام په تعقيب يوځل بيا دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  ناڅاپي مړينه چې  د آزادۍ ، دسولې دتامينولو ، امنيت او دملي يووالي په خاطر دمبارزې  په لاره کې دقدر وړ خدمتونه وکړل او د هيواد د وروستۍ لسيزې  د آزادى او ديموکراسۍ دبنسټ ايښودونکو له جملې څخه بلل کيږي  يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه وبلله او
د ډادګيرنې او خواخوږۍ مراتب يې د هيواد دجمهور رييس حامد  کرزي   او جګپوړو دولتي مقاماتو ته څرګند کړ  او دقران عظيم الشان دڅو مبارکو آياتونو
په لوستلو سره يې د لوى خداى (ج)   له دربار څخه وغوښتل چې   اروښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو او کورنۍ ته يې جميل صبر ورپه برخه کړي .
وروسته د رسيدلو رپوټونو له مخې :  دمحکمو داجرااتو او دقاضيانو دسلوک
په نسبت ددعواد د خاوندانو دعريضو ، شکايتونو او انتقادونو دڅيړنې په مقصد دشکايتونو د اوريدو دکميسيونو جوړيدل چې دسترې محکمې د  عالي شورا له لارښوونې سره سم دهيواد داستيناف محکمو د رياستونو په چوکاټ کې جوړ شوي دي او په اوونۍ کې يو ځل په  حضوري   ډول رسيدلي شکايتونه څيړي،  مثبت وبللى شول  او دهيواد محکمو ته  لارښوونه وشوه چې دغه بهير دې په جدي توګه دوام ومومي  او د اړوندو کميسيونو دفعاليت رپوټونه دې وخت په وخت د سترې محکمې مقام ته وړاندې شي. 
عالي شورا دغه راز د يو شمير رسيدلو استهداګانو د څيړنې په ترڅ کې له قانون څخه دسرغړونې له امله دکارکوونکو د قرار داد د تعليق د صلاحيت دڅرنګوالي په باب دعامې روغتيا وزارت داستهدا په باب څرګنده چې د تعليق حالات دکار دقانون د ٢١ مادې په  لومړۍ فقره کې مشخص شوي دي چې د هغو له مخې که چيرې د قرار داد تعليق د ادارې قباحاتو  زيږنده وي ، عملي کول   يې د   اړوندو ارګانونو صلاحيت دى ، له دې پرته دعدلي او قضايي مراجعو دصلاحيتونو له جملې څخه دي چې د قانون له حکم سره سم   عملي کيږي.
په همدې ترتيب د وکيل په غوښتنه د وکالت خط د مثنى د  اجراکولو دڅرنګوالي په باب   دبلخ ولايت د استيناف محکې د رياست داستهدايي په باب ،   دقانون دحکمونو په  رڼا کې لارښوونه   وشوه که څه هم   وکالت د وثايقو دمثنى اجراکول
له اصولو سره سم متعارف معمول   کار نه دى ، خو په   ضروري حالاتو کې   کيداى شي د موکل په څرګندې اجازې   سره اجرا شي .
دغه  راز دافغانستان بانک منسوبينو ته د  پورو ورکولو له مقرې سره سم د پور داجراکولو په باب د دغه بانک استهدايي په برخه کې ، د زياتو   توضيحاتو  د وړاندې کولو په مقصد لازمه  وبلل شوه چې  ددغه بانک واکمن استازى  دې دسترې محکمې دعالي شورا   په راتلوونکې غونډه   کې ګډون  وکړي .
سربيره پردې دسترې محکې دعالي شورا په  غونډه کې دبيا کتنې  دوه مورده غوښتنليکونه او په  جزايي او مذهبي قضيو کې د محکمې دبدلون ٢٢  مورده غوښتنليکونه   هم په   اجندا کې شامل   وو چې په   هر مورد کې  لازم تصميمونه  ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته