د سترې محکمې قضائي پلاوي تهران کې د ماشومانو له زندان څخه لیدنه وکړه

کابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضائي پلاوي ایران ته د سفر په ترڅ کې پرون د هغه هېواد د زندانونو ښوونیزو او روزنیزو چارو د رییس او نورو مسوولینو سره د لیدنې وروسته د کم عمره کسانو له زندان (کانون اصلاح و تربیت) څخه لیدنه وکړه.
د پلاوي غړو له یاد زندان څخه د لیدنې پر مهال له افغان زندانیانو سره هم ملاقات وکړ، د دوی د ستونزو او غوښتنو پر اورېدو سربېره یې د هغوی وضعیت له نږدې وکاته.
د افغان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي پلاوي مشر محترم شیخ عبدالمالک حقاني له اړوندو ایراني مسوولینو غوښتنه وکړه چې ایران کې د ټولو افغان زندانیانو په ځانګړې توګه کم عمره زندانیانو ستونزو ته رسېدنه وکړي، دوی ته په تعلیمي او حرفوي برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د ایران د زندانونو تعلیمي او روزنیزو چارو مسوولینو د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له قضايي پلاوي سره د ایران هېواد د ټولو زندانونو په اړه معلومات شریک کړل.
دوی همدارنګه ژمنه وکړه چې دلته د موجودو زندانیانو لپاره په بېلا بېلو برخو کې د حرفوي، بدني او تعلیمي زده کړو د زمینې برابرولو په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته