د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢  :
د سترې محکمې عالي شورا نن د سترې محکمې د عالي شورا د غړي او کفيل  پوهندوى عبدالقادر عدالتخواه په مشرۍ غونډه وکړه.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس  ته خبر ورکړ:
عالي شورا لومړى د ملي شورا د ودانۍ په وړاندې پرونۍ ځانمرګې پيښه چې  د يوشمېرکسانو د شهادت او ټپي کيدو او د زياتو مالي تاوانونو د اوښتو سبب شوه؛  په کلکه وغندله او د دغې پيښې ټپيانو او قربانيانو ته د ډاډګيرنې د مراتبو د څرګندولو او د امنيتي منسوبينو د ميړانې او زړورتيا په ستاينې سره د امنيتي بنسټونوله خوا د دغه شان پيښو د مخنيوي په وړاندې د پراخو امنيتي تدبيرونو د نيولو غوښتنه وکړه.
شورا دغه راز په خپل وخت په بېلابېلو وختونوکې د ځينو ولايتي قاضيانو د ليږدونې او د هغوى د درملنې د زمينې د برابرولو په خاطر چې د تروريستي بريدونو له امله ټپيان شوي دي؛ د ملي دفاع وزارت د مقاماتو د همکارۍ له امله  مننه او قدرداني وکړه او د دغو همکاريو د دوام هيله يې وکړه .
وروسته د ځينو رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو او د قندهار ولايت د تجارتي ابتدائيه محکمې د رياست د استهدايې په وړاندې لارښوونه وشوه چې په شرعي وثيقوکې د تجارتي قرارداد خطونو ثبتول کوم خنډ نلري او په دې برخه کې  د قضائيه قوې د تشکيل او صلاحيت د قانون ٧٥ ماده او د تجارتي محاکماتو د اصولو د قانون ٢٩٣ _ ٢٩٥ مادې پوره صراحت لري او هم د تحارتي قرارداد خطونو د وثيقې محصول د دولتي محصول د تعرفې له قانون سره سم اخيستل کيږي؛ له هغو سره سم دې اجراآت وشي.
دغه راز د جمهوري رياست د مجازاتو د بخښنې او تخفيف د ١٣٩٤ کال د ثور د مياشتې د اوومې نيټې له اتمې ګنې فرمان څخه د يو تن محجوز د استفادې د څرنګوالي په باب څرګنده شوه چې قانون د کوچنيو ماشومانوپه نسبت خاص محدوديت نه دى اټکل کړى، له دې امله دى کولاى شي  په فرمان کې  د ليکل شويو شرطونو په بشپړولو سره ، له ښيګڼو څخه استفاده وکړي.
په همدې ترتيب په دې باب چې د له منځه تللو وسايطو خاوندان له ماليې څخه د معافيت د شرعي وثيقې د اجرا کولو غوښتنه کوي؛ د بدخشان ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې په وړاندې، څرګنده شوه چې موضوع د مستوفيت  او د ترافيکو په ادارو پورې اړه لري. که چيرې موضوع د دعوا سبب شي، غيرقانع لورى کولاى شي اړوندې محکمې ته مراجعه وکړي او ستونزه حل  کړي.
دغه راز د قضايي حکم او د قضايي پريکړې ترڅنګ د توپير او د فارقه آثارو په اړوند د پنجشير ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې او هم د جزا  د قانون او د کورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرمونو د قانون د ځينو مادو له حکمونو سره د تروريستي جرمونو پرخلاف دمبارزې دقوانينو دځينو مادو دتناقض  د شتون په باب  د يوې بلې استهدايې په باب، لازمې قانوني لارښوونې وشوې .
سربېره پر دې، په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې د نهو غوښتنليکونو، د محکمې د بدلون د پنځلسو غوښتنليکونو  او د قاضيانو د ځينو ذاتي مسئلو په باب هم څيړنې وشوې اوپه هر مورد کې  لازم تصميمونه ونيول شول.
ديو بل خبرله مخې :
د قضايي څارنې د ادارې د موظفينو د هڅو او هاند له امله د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې يو افسر چې د کابل ښار د يوې  حوزوي محکمې تر کار لاندې په يوه  حقوقي قضيه کې له مقابل لوري څخه١٠٠٠ امريکايي ډالره غوښتي و، په درغلۍ په مظنونيت لاس په لاس ونيول شو.
قضيه ترڅيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته