د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٧ :
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: په غونډه کې لومړۍ دسترې محکمې د قطعي او وروستيوحکمونو پرتطبيق باندې د څارنې د لوى رئيس رپوټ چې د جمهوري رياست د ١٣٩١ کال د زمري د مياشتې دپنځمې نيټې د٤٥ ګڼه او د ١٣٩١ کال دکب د مياشتې د٢٧ نيټې د١٢٩ ګڼه فرمانونو دعملي کولو او د سترې محکمې د پاليسي د رعايتولوپه لاره کې له مختلط هيئت سره يو ځاى د وري د مياشتې په ٢٦ نيټه دبګرام جيل ته رسيدلي وو ، واوريدل شو.
د وړاندي شوى رپوټ له مخې: هيئت په دغه جيل کى د يوشمېربنديانو اومحجوزينو د سندونو له څيړنې وروسته، دغو يوسلو نهه ديرشو تنو په خلاصون چې د پروان ولايت د ابتدا ئيه او استيناف محکمو له خوا بري الذمه پيژندل شوي وو اويا تيربند د دوى په حال کافي بلل شوى و، خو د قانون پرخلاف په بند کى ساتل شوي دي، تجويز ونيوه او دجيل قوماندانۍ هم د لازمو مراتبو له بشپړ ولو وروسته د هغوى په سملاسي خلاصون ژمن وکړه.
وروسته دقضايي سرغړونو د څيړنې په لاره کې په ١٣٩١کال کې د سمنګانو ولايت د استيناف محکمې د قضايي اجرااتو د څيړنې په اړوند د قضايي پلټنې د رياست رپوټ اوهم دننګر هار د شخصيه احوالو د ابتدا ئيه محکمو او د زا بل دښاري ابتدا ئيه محکمې د دوو تنو پخوانيوقاضيانو د سرغړونو په باب دڅيړنې د هيئت له خوا د دوو نورو وړاندې شويو رپوټونو په باب غور او څيړنه وشوه او د رپوټونو مثبتو او منفي ټکو ته په پا ملرنې سره ، لازم تصميمونه ونيول شول او هغو قاضيانوته چې دمسووليت توجيه شوي وو؛ لازمې تاديبي جزاګانې تجويز شوې.
وروسته د محررينو دستاژ د پروګرام ددرسي نصاب مقرره چې دمحکمو دمحررينو دظرفيت دلوړولو او په ټاکلو قانوني اوقضايي زده کړو سره د هغوى دسمبالولوپه مقصد تدوين شوې ده او د قوانينو ، قضايي تعليمات نامو، حقوقي مضمونونو تدريس او سيمينارونه او مسلکي توضيحات په کې شا مل دي، تصويب شوه او د قضايه قوې د ادارې عمومي آمريت ته لارښوونه وشوه چې ددغه پروګرام په عملي کولوکې دې را تلوونکي اجرا ات ترسره کړي.
وروسته د يو شمېر رسيدلواستهدا ګانو په باب غور وشو او د فوايدعامې وزارت د جايدادونو دملکيت دسند د برا برولو دڅرنګوالى په باب ددغه وزارت دغوښتنې له امله دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست د استهدايې په وړاندې څرګنده شوه.
په هغه صورت کې چې د نظر وړ جايدادونه له اشخاصو څخه استملاک شوي وي؛ دقبالې لمبر، نيټه او د هغې اجرا کوونکې محکمه دې په ډا ګه شي چې محکمه د هغو له مخې د مثنى په اجرا کولواقدام و کړي، له دې پرته دولتي جايدادونه يوازې د جمهوري رياست د حکمونو له ترلاسه کولووروسته په اړوندو املاکي دفترونوکې د قيديت مستلزم وي.
دغه راز د سرپرستى او په هغې پورې له اړوندو پوښتنو، له حق څخه دميندو اوپلرونو د تيريدو په برخه کې د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو د رياست د حقوقو د برخې د استهدا، د حج او اوقافو وزارت په واک کې د وقفې ځمکې د ورکولو په باب د پوهنې وزارت د غوښتنې په برخه کې د حج او اوقافو وزارت د استهدايې، د تحصيلي لګښتونو د زيان د جبيره کولو، د تحصيل د څرنګوالى په اړوند دملي دفاع وزارت د استهدايې او د يوې مدنې ستونزې په اړوند دبدخشان ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې په باب خبرې وشوې او د هرې موضوع په باره کې د نافذو قوانينو د مصرحاتو په رڼاکې لازمې لار ښوونې وشوې.
سر بېره پردې، د عالى شورا په غونډه کې د وروستيو پريکړو په باب دبيا کتنې او غوښتنې او په جزايي اومدني موضوعګانوکې د محکمې د بدلون ٢٥ غوښتنې چې د لوى څارنوالى او د دعوا د خاوندانوله خوا طرحه شوې وې؛ هم وڅيرل شوې او په هر موردکې لا زم تصميمونه ونيول شول.