د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه
کابل/باختر/ دغبرګولي مياشتې١١نيټه :
د سترې محکمې عالي شورا نن د سترې محکمې د رئيس قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ.
شورا لومړى د هېواد د مدني محکمو د اداري اجرااتو د ښه انتظام په باب خبرې وکړې او د مدني محاکماتو د اصولو د قانون د ٣٧- ٣٨ او ٣٩ مادو له حکمونوسره په مطابقت کې يې دغو محکمو ته لارښوونه وکړه چې له قانوني اټکل شويو مواردو څخه په ګټې اخيستنې سره او د هرې محکمې له کاري خصوصيتونو سره متناسب او هم هغو نورو مکلفيتونو ته په پاملرنې سره چې دعالي شورا د تصويب شويو مقرراتو ، لايحو او کړنلارو په واسطه هغوى ته متوجه شوي دي د اداري اجرااتو د لازيات سمون په برخه کې دقت وکړي چې په اجرااتو کې اسانتيا او چکټيا تامين او تضمين شي .
وروسته له اجنډا سره سم په داسې حال کې چې د لوى څارنوالۍ د قضايي تعقيب مرستيال څارنپوه ډاکترغلام حيدر علامه او اړوندو څارنوالانو او د جزايي محکومينو خپلوانو او وکيلانو شتون درلود ، د پيسو د سپينولو ، غلا ، دنشه يي توکو د قاچاقو ، اداري فساد، وژنې ، درغلۍ او د جنسي تېري په باب د بيا جزايي کتنې لس غوښتنليکونه د جزايي اجرااتو د قانون د ٢٨٢ مادې د حکم د درج شويو شرطونوپه رڼا کې تر غور اوڅيړنې لاندې ونيول شوې او په هر مورد کې لازم تصميونه ونيول شول.
دغه راز د يوې جزايي قضيې د محکمې بدلون هم د اجندا يوه برخه وه چې په دې باب لازم تصميم ونيول شو .
پاى ف ذ