د سترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .
کابل باختر دکب نهه ويشتمه :
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د سترې محکمې د ريېس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه چې په ترڅ کې يې په اجنډاکې نيول شوې موضوعګانې وڅېړل شوې .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، شورا لومړى د ١٣٩٧ هجري لمريز کال د رارسيدو له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور ريېس محمد اشرف غني ، د جمهوري رياست مرستيالانو ، اجراييه رييس ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو او غړو ، دکابينې وزيرانو ، جګپوړو دولتي چارواکو او د افغانستان ټول نجيب ملت ته مبارکي وويله او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې هيله وکړه چې نوى کال د سولې ، ارامۍ امنيت او د ګران هېواد افغانستان د سوکالۍ کال وي .
وروسته دکابل ولايت داستيناف محکمې د استينافي ديوانونو د قضايي غړو سميع الله مبصر ، محمدادريس همت او د نصير احمد دلاور دکړو وړو رپوټونه چې د سترې محکمې دعالي شورا د تجويز له مخې ديوه قضايي هيئت په ترکيب کې د ګڼو جزايي قضيو د څېړنې په مقصد د ننګرهار ولايت ته استول شوي و ، واوريدل شول او د عادلانه محاکمې د اصولو د رعايتولو ، د قضيو په څيړنه کې د استقلال او بې پريتوب د ساتنې ، د څېړنو د بهير دګړندي کولو او په مطلوب ډول د دندو د اجرا کولو په دليل له دغو قاضيانو او د دوى له اداري همکارانو سره چې د ننګرهار ولايت داستيناف محکمې د رياست له خوا په خدمتي ډول موظف شوي و ، مننه او قدرداني وشوه .
وروسته د قضايي پلټنې رياست د رپوټونو او د بادغيس او ننګرهار د ولايتونو داستيناف محکمو او دکابل ولايت د ښاري ابتداييه ، استيناف او د ولسواليو د محکمو د قضايي او اداري اجرااتو د څېړنې له امله د تدقيقي نظريو له مخې ، د دغو محکمو نهو تنو قاضيانو ته د دوى د وظيفوي سرغړونو له تشخيص وروسته د قضايي سرغړونو د څېړنې د څرنګوالي د مقررې له حکمونوسره سم لازمې تاديبي جزاګانې تجويز شوې .
د غونډې دکار په دوام د يوشمېر رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو او د مالياتو د تحصيل د يوې دوسيې د څېړنې په برخه کې د بلخ ولايت د تجارتي ابتداييه محکمې د رياست د استهدايي په وړاندې چې د دولت د قضاياو د ادارې له خوا د يوه تجارتي شرکت پرخلاف محکمې ته اقامه شوې وه ، لارښوونه وشوه چې له کابل پرته د دغه شان قضيو څېړنه چې د مالياتي جرمونو د څېړنې ابتداييه او استيناف محکمې فعاليت لري د هېواد د زونونوپه مرکزونو کې د تجارتي محکمود واکونو له جملې څخه او په نورو ولايتونوکې د عامه حقوقو د ديوانونو له واکونوڅخه دي .
دغه راز د يو تن مديون د ديون د ترلاسه کولو د څرنګوالې په باب د ماليې وزارت داستهدايي پربنسټ لارښوونه وشوه چې د سترې محکمې دعالي شورا د ١٣٨٥ کال دتلې دمياشتې د اووه ويشتمې نيټې د ٦٢٦ ګڼه مصوبې لارښوونې ته په پاملرنې سره څرنګه چې د ١٣٥٤ کال د لومړى او دويمه ګڼې قضايي قرارونو په صادرولو سره حل او فصل شوې ده له دې امله د عدالت دتحقق او ددولت او اشخاصو د حقوقو د تحصيل په مقصد ، اړونده مراجع مکلفې دي څو د قانون د حکمونو او په صادرو شويو قرارونو کې د ليکل شويو مواردو له مخې ، اصولي او لازم اجراات وکړي .
په همدې ترتيب د معاملاتو د لارښوونې د نوي قانون د ٣٤ او ٣٥ مادو د تفسير په اړوند د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د چارو د ادارې د لوى رياست د وړانديز په اړوند لارښوونه وشوه چې دغه مادې له اغماض څخه خلاصه دي او مستهدي مرجع کولاى شي د هغو دحکمونو له مخې لازم اجراات وکړي .
دغه راز د يوه محکوم د غوښتنې په باب د دايکنډي ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايي په وړاندې چې د يوې پريکړې له مخې د يوشمېر جزايي فقرو په تور په مجازاتو محکوم شوى و او اوس په جلا ډول د خپل تور په هرې فقرې د جمهوري رياست د مجازاتو د بخښنې او تخفيف د فرمانونو د تطبيق غوښتونکى دى ، څرګنده شوه چې په واحده پريکړه کې د زياتو مجازاتو دمحکوم بها موده ، د تجزيې وړ نه ده او محکوم نه شي کولاى د صادرو شويو فرمانونو د مندرجاتوله مخې په يوکال کې له يو ځل څخه زيات د بخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه ګټه واخلي .
د غونډې دکار په دوام د جزايي بيا کتنې څلور غوښتن ليکونه د لوى څارنوالۍ د مرستيال ډاکټر علامه او د هغه د همکارانو په شتون وڅېړل شول او د هغو په باب د جزايي اجرااتو د قانون د ٢٨٢ مادې په حکم کې د ليکل شويو شرطونو له مخې لازم تصميمونه ونيول شول .
سربېره پردې د قضايي کدر د درجو د لوړولو د شپاړلسو مواردو او هم په مدني او جزايي قضيو کې د محکمې د بدلون د ٣٥ غوښتن ليکونو څېړنه هم د اجنډا يوه برخه وه چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
ختم_ ف _ اکرم