سیاست

د سترې محکمې عالي شورا د پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې.
د سترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په غونډه کې لومړۍ دعالي شورا د وروستۍ مصوبې د هر اړخيز تحقق د څارنې په مقصد چې دمحکمو د اداري قضايي چارو د انتظام او د مطلوب وظيفوي انظباط او دسپلين دکچې د تامينولو په مقصد صادره شوې ده؛ د قضايي پلټنې رياست ته دنده وسپارل شوه چې د محکمو د چارو دپلټنې د ترسره کولو په وخت کې دې د قضايي او اداري منسوبينو له خوا د دغې مصوبې د رعايتولو څرنګوالي هم ترکنترول او څارنې لاندې ونيسي او د خپلې څيړنې نتيجې دې وخت په وخت دسترې محکمې مقام ته وړاندې کړي.
عالي شورا وروسته د سترې محکمې غړي پوهندوى عبدالقادر عبدالتخواه ته دنده وسپارله چې د يو هيئت په مشرۍ د بدخشان ولايت ته سفر وکړي او د قضايي منسوبينو ٦ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته د دقيق ميکانيزم په رعايتولو سره دبدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د ځمکې ښويدنې له امله په زيانمنو شويو کسانو وويشي.
ورپسې دکورنيو چارو وزارت د جيلونو او توقيف خونو د رياست د وړانديز له مخې: تجويز ونيول شوچې دمرکز دنظامي استيناف دمحکمې درياست يو قضايي هيئت دځينو هغو نظامي متهمينو د دوسيو د څيړونو په مقصد چې دوسيې يې په مرکزکې خو په خپله دوى په قندهار ولايت کې دي ، دغه ولايت ته واستول شي.
په همدې ترتيب د وثايقو دکمپيوټري مثنى د بيې د اخستلو د څرنګوالي په باب چې په اړونده لايحه کې صراحت نه لري؛ د پروان ولايت د ښاري ابتداييه محکمې د رياست د استهدا په وړاندې دي؛ مشخص جايداد د استملاک په اړوند د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د استهدايې په وړاندې د رسيدلو استهداګانو په لاره کې، د يوې مدني دعوا په برخه کې د تخار ولايت د استيناف محکمې د استهدايې په باب چې دمدعي بها د بيې توپير د دوسيې په څيړنه کې د ځنډ سبب شوى دى او هم د حوزوي صلاحيت د تنازع د لرې کولو د واکمنې مرجع د تثبيتولو په باب د بلخ ولايت د استيناف محکمې د رياست استهدايې ته په پاملرنې سره ، د نافذو قوانينو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې.
سربيره پر دې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې د اتو غوښتنليکونو او په جزايي او مدني قضيوکې د محکمې د بدلون د شلو غوښتنليکونو په باب او هم د قضايي څيړنې د صلاحيت د تنازع د دوو موضوعګانو په باب غور او څيړنه وشوه او په هر موردکې لازم تصميمونه ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: د سترې محکمې په وړاندې او دجمهوري رياست دعالي مقام له حکم سره سم په مافوق رتبه بست کې د سترې محکمې د عمومي جزا د ديوان د مستثار په توګه د تدقيق او مطالعاتو رياست د مسلکي غړي په توګه دغوث الدين مستمند غوري ټاکنه په مافوق رتبه بست کې د سترې محکمې د جزا د ديوان د غړي عبدالوحيد ټاکنه او هم په فوق رتبه بست کې د بلخ ولايت د استيناف محکمې له اداري فساد څخه د رامنځته شويو جرمونو د ديوان د رييس په توګه دبلخ دښاري محکمې دعامه امنيت د ديوان دغړي اصل الدين ټاکنه منظوره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته