سیاست

د سترې محکمې عالي شورا د بيا کتنې پنځه غوښتن ليکونه او د محکمې د بدلون څلرويشت موارد وڅيړل

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د سترې محکمې عالي شورا نن د قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه.
شورا لومړى د مدني او تجارتي قضيو د مديريت د سيستم د امتحاني پروژې د طرز العمل په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې او د عدليې وزارت ترمنځ د همکارۍ د تفاهم ليک لاسليک چې د افغانستان د عدلي برخې د ملاتړ د دفتر په تخنيکي همکارۍ لاسليک شو؛ په معلوماتي بانک کې د مدني او تجارتي قضيو د شموليت په باب مثبت پرمختګ وباله او هيله يې وکړه چې د دغې پروژې هر اړخيز تحقق وکولاى شي په قضيو د لاسبري د آسانتيا او هم د قضايي څيړنې په بېلابېلو پړاونوکې د هغو د څارنې او کنترول زمينه برابره کړي.
وروسته د قضايي تعليماتو د اکاډمۍ د تعليمي نصاب ، د استادانو د څيړنې او د هغو موادو د څرنګوالي په باب چې لوستل کيږي؛ هر اړخيزې خبرې وشوې او د سترې محکمې د قضايي تعليماتو عالي کميټې ته دنده وسپارل شوه چې دغه هدفونه دې د يوه لارښود په ترڅ کې تدوين او تنظيم کړي او د دې زمينه دې برابره کړي چې په لوړظرفيت او کچې سره د قضايه نوي روزنيز پروګرامونه دې يواځې د سترې محکمې د قضايي تعليماتو د اکاډمۍ له لارې د تحقق زمينه پيدا کړي.
وروسته له اجندا سره سم د دغو استهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه:
– د غزني په ښاري پروژوکې د شاملو ځمکو د استملاک د پړاونو د بشپړولو او د ځمکې د خاوندانو د سندونو د حقوقي اعتبار د څرنګوالي په برخه کې د غزني ولايت استهدايه.
– د شمال زون د نظامي استيناف د محکمې د رياست استهدايه چې د قضايه قوې د تشکيل او صلاحيت د قانون او له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ په تطبيق باندې د څارنې د قانون په رڼا کې د نظامي منسوبينو د ناوړې وظيفوي استفادې د قضيو د څيړنې د واکمنې مرجع د تشخيص غوښتنه کوي.
– د افغانستان د ځمکې د خپلواکې ادارې د ځمکې د تصفيې د رياست استهدايه چې د ځمکې د تصفيې په وخت کې د ځمکو د ملکيت د سندونو د حقوقي موقف په باب د محکمو له خوا د معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده او د بانکونو  تر تضمين لاندې جايدادونو د پلورنې په اړوند د ابتداييه محکمو د تجويزونو د نيولو په باب د کابل ولايت د استيناف محکمې د رياست استهدايه چې په دغو ټولو مواردوکې د هيواد د نافذو قوانينو د حکمونو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې.
سربيره پر دې د سترې محکمې د عالي شورا په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې د پنځو مواردو غوښتن ليکونو او په جزايي او حقوقي قضيوکې د محکمې د بدلون د څلرويشتو مواردو غوښتن ليکونو په باب چې د دعوا د خاوندانو او د لوى څارنوالۍ د ادارې له خوا طرحه شوي و؛ هم څيړنې وشوې او په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د يوبل خبرله مخې: د سترې محکمې د قضايي څارنې د ادارې منسوبينو د روان کال د وږي دمياشتې په لسمه نيټه د کابل ښار د درېيمې حوزې د وثايقو له آمريت څخه د نکاح خط په تزوير په مظنونيت يو تن او هم د وږي د مياشتې په شپاړلسمه نيټه د کابل د حوزوي ابتداييه محکمو يو اداري کارکوونکى د بډې اخستنې په تور نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته