سیاست

د سترې محکمې عالي شورا دمحکمې د بدلون دغوښتن ليکونو په باب تصميم ونيوه

کابل   باختر  دکب  دوه ويشتمه :
د سترې محکمې عالي شورا نن د سترې محکمې د رييس قضاوتپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې لومړى د سترې محکمې رييس ايټاليا ته د خپل رسمي سفر په باب چې د سترې محکمې د عالي شورا د غړو پوهندوى عبدالقادر  عدالتخواه او د قضاوتوال عبدالحسيب احدي په ګډون د جګپوړي قضايي هئيت په مشرۍ ترسره شوى و، رڼا واچوله او زياته يې کړه چې دغه سفر د امريکا د متحده ايالاتو د سوداګرۍ په وزارت پورې اړوند د سوداګرۍ دقانون د انکشاف د پروګرام په رسمي بلنه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لارې تنظيم شوي و او هيئت د ايټاليا د عدليې وزارت ،  سترې محکمې او د تجارتي حکميت د برخې له جګپوړو مقاماتو سره په جلاجلا غونډوکې دافغانستان دتجارتي حکميت دقانون، د منځګړيتوب دقانون، دتجارتي محاکماتو داصولو دقانون او دسوداګرۍ دخونو دقانون او دايټاليا دموضوعه قوانينو په رڼا کې د تجارتي شخړو دبديل دحل په باب خبرې وکړې چې نتيجې يې يوې مطلوبې نتيجې ته درسيدو په لاره کې مثبتې بللې کيږي .
د سترې محکمې رييس دغه راز د دغه سفر په بهيرکې دايټاليا د سترې محکمې  له رييس سره وکتل او د دوو مهموموضوعګانو (ددواړو هېوادونو ترمنځ د قضايي همکاريو او هم د بنديانو د ليږدونې) په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د موافقه ليکونو د لاسليک په اړتيا ټينګار وکړ چې مقابل لوري هم د دواړو دولتونو ترمنځ ددغه شان موافقه ليکونو په تدوين او لاسليک کولوکې تيارى څرګند کړ.
په همدې ترتيب هيئت د حقوقو دپرمختيا دنړيوال سازمان له لوى رييسې ميرمن  زبيدې خان سره په روم ښارکې وکتل او له عينې اړتياوو سره سم له سترې محکمې  سره د دغه سازمان د مرستو د همغږۍ په باب خبرې وکړې .
دسترې محکمې رييس دافغانستان دجګپوړي قضايي هيئت په نسبت په ايټاليا پورې داړوندو مقاماتو د تاوده هرکلي او ميلمه پالنې له امله قدرداني وکړه .
  وروسته له اجندا سره سم د کابل ولايت د ولسواليو د ابتدائيه محکمو دقضايي  او اداري اجرااتو په باب د سترې محکمې د قضايي پلټنې د رياست د رپوټ په باب غور او څيړنه وشوه او د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د ابتداييه محکمې دريو تنو  قاضيانو ته چې د دوسيو دڅيړنې په ځنډولو کې يې سرغړونې تشخيصې شوې وې؛ دقضايي سرغړونو دڅيړنې د څرنګوالى له مقررې سره سم لازمې تاديبي جزا ګانې تجويزې شوې .
وروسته له اجندا سره سم د ځينو رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو، دهغو قاچاقي درملو د ضبط د څرنګوالي په اړوند چې له اصلي فاعل پرته ترلاسه شوي دي؛ دملي امنيت دلوى رياست داستهدايې په وړاندې د ګمرګاتو دقانون د ١٣٦_ ١٧٤او ١٧٦ مادو  له حکمونواو د جزايي اجرااتو دقانون  د٨٠ مادې له حکم سره سم لارښوونه وشوه .
دغه راز په محکمه کې د دعوا د خاوندانو د اصلاح او ابرا په برخه کې دکابل ولايت  داستيناف محکمې د رياست استهدايې ته په پاملرنې سره، څرګنده شوه: که چيرې  اصلاح او ابرا د دعوا له دوران مخکې وي، په وثيقه کې دې ليکل کيږي او موضوع  پاى ته رسيږي. خو که چيرې د دعوا له دوران وروسته طرحه شي؛ په پريکړه کې  ليکل کيږي او لازم  قانوني اجراات مرعي کيږي. دغه راز تجويز ونيول شو چې  د ابراخط او اصلاح خط وثيقې دې د زياتو اسانتياوو دبرابرولو په مقصد د استيناف محکمو په واک کې هم ورکړې شي چې د اړتيا په وخت کې ورڅخه استفاده وشي .
په همدې ترتيب د متممه سوګند دتوجيه، له هغې څخه د مدعي د نکول د اغيزو او هم له اټکل شويو مواردو څخه بهر د سوګند په توجيه کې د قاضي د صلاحيتونو په برخه کې د کابل ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې په وړاندې،  د قانون د حکمونو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې .
سربېره پردې دعالي شورا په غونډه کې د بيا کتنې يو غوښتن ليک، په جزايي او مدني قضيوکې د محکمې د بدلون د اووه ويشتو غوښتن ليکونو او د قاضيانو د قضايي کدر د درجو په لوړولو پورې دځينو اړوندو مسئلوپه باب هم غور وشو او په هر موردکې لازم تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته