سیاست

د سترې محکمې عالي شورا دقضاوتپوه عبدالرشيد راشد په مشرۍ غونډه وکړه

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٦ :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دسترې محکمې دسرپرست  قضاوتپوه  عبدالرشيد راشد په مشرۍ غونډه وکړه اوپه اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باخترآژانس ته خبر ورکړ :
شورا لومړى   دپکتيا  او د زابل دولايتونو داستيناف محکمو د رياستونو دقضايي او اداري کړنو او د وثيقو دچارو دڅيړنې په باب  دقضايي پلټنې   درياست  رپوټونه  او تدقيقي نظريې وڅيړلې او د وړاندې شويو نظريو دمثبتو اومنفي اړخونوله څيړنې وروسته ، د چارو د ښه والي او اصلاح په مقصد لازمې لارښوونې  صادرې  شوې او هم ځينو قاضيانو ته د دوى د سرغړونو متناسب  د قضايي سرغړونو د څيړنې دڅرنګوالي له مقررې سره سم لازمې  تاديبي  جزا ګانې تجويز شوې .
وروسته  د سرپل  ولايت دښاري ابتدائيه محکمې او د جوزجان داستيناف محکمې دمدني اودعامه حقوقو د ديوان ترمنځ  په يوه مدني دوسيه کې دقضايي څيړنې دصلاحيت دتنازع دموضوع په باب غور وشو او د واکمنې مرجع په تشخيص  سره  ، دارالانشا ته لارښوونه وشوه  چې  تصويب دې اړونده مرجع ته ابلاغ  کړي .
وروسته له اجندا سره سم دځينو رسيدلو استهداګانو په باب غور اوڅيړنه وشوه او د ملکيت دغير قانوني غصب او تصرف ديوې قضيې په برخه کې  دلوى څارنوالۍ د ادارې  استهدايې ته په پاملرنې سره چې دقضيې متهمين  د همدغه عمل د ترسره کولوله امله دمحکمې له خوا  په تعليقي مجازاتو  محکوم شوي دي ، څرګنده  شوه  چې دکار د اوږدوالي دمخنيوي او دعامه ستونزې دلرې کولو په لاره کې، دهغه ديوال ړنګول چې عامه لاره يې بنده کړې ده؛ دجزائي حکم له مقتضياتو څخه بلل کيږي .
دغه راز د کورنيو چارو  وزارت ديوه بيدرکه افسر دتقاعد داجرا کولو دڅرنګوالي په باب ددغه وزارت د اداري معينيت د استهدايې په اړوند څرګنده شوه چې د بيدرکه کيدو په دليل دپوليسو د افسرانو مستعفي کيدل د پوليسو د  ذاتي د قانون له صراحت سره سم د کشفي ادارو  له تصديق او د يو کال  له تيريدو وروسته او هم د شخص حکمي مړينه د مدني قانون د ٣٢٦ مادې له صراحت سره سم  د شخص د مړينې په باب دمحکمې له حکم وروسته ترسره کيږي چې په  دې برخه کې د نافذو قوانينو حکمونه څرګند دي له هغو سره سم دې اجراات وشي .
دغه راز  د پيسو  د يوې دعوا او د هغو  د اوسني نرخ د کساد د څيړنې  د ستونزې په باب دپروان ولايت د استيناف محکمې د رياست داستهدايې، په منجمدوشويو املاکو پورې د اړوندو وثيقو د اجرا کولو دڅرنګوالي په برخه کې دقندهار د استيناف محکمې د رياست  استهدايې او هم  د دولت د يو تن کارکوونکى د ادعا په باب چې د ده د پخوانيو دوه کلنو معاشونو د نه اجرا کيدو په باب دجمهوري رياست د چارو د ادارې له لارې رسيدلې ده، د هېواد د نافذو قوانينو دحکمونو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې .
سربيره پردې په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې دپنځو مواردو غوښتن ليکونو ، په مدني او جزايي قضيوکې د محکمې د بدلون د پنځلسو مواردو غوښتن ليکونو  او هم  د قاضيانو دځينو ذاتي مسئلو او دقضايي کدر د درجو د لوړولو  د موضوعګانو څيړنه هم داجندا يوه برخه وه چې په هر موردکې لازم تصميمونه ونيول شول.
د يوبل خبرله مخې :
د سترې  محکمې سرپرست قضاتپوه عبدالرشيد راشد نن له غرمې وروسته  دخپل کار په دفترکې  په کابل کې د انګلستان د سفارت له مرستيال   ښاغلي رابرت سره وکتل.
په دې کتنه کې د قضايي همکاريو په باب خبرې وشوې او د انګلستان د سفارت  مرستيال له نشه يي توکوسره د مبارزې له اختصاصي محکمو سره  د دغه سفارت   د قانون د واکمنۍ د برخې د همکاريو  جزييات او هم هغه روزنيز پروګرامونه بيان شول چې  دقاضيانو دظرفيت دلوړولو په  مقصد دتيرې مياشتې په بهېرکې ددغه هېواد د متخصصينوله خوا د سترې محکمې په مقرکې  جوړشوي و.
وروسته دسترې محکمې سرپرست د قضاييه قوې په نسبت د دوست هېواد انګلستان د مادي او تخنيکي همکاريو او د روزنيزو پروګرامونو نتيجې رضايت بخښوونکي وبللې او هيله يې وکړه چې په  دې برخه کې همکارۍ د پخوا په شان دوام  مومي .
دغه رازپه يوبل خبر کې ويل شوي دي چې د سترې محکمې د قضايي څارنې د ادارې د منسوبينو د هڅو او هاند له امله د روان کال د مرغومي د مياشتې په  يوولسمه نيټه د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې يو اوسيدونکى چې ددعوا له يوتن  خاوند څخه يې  په ستره محکمه کې د ده دکار د اجرا کولو په خاطر  لس زره ډالره غوښتي و، په پيشکي ډول د پنځو زرو ډالرو د اخيستلو په وخت کې ونيول شو.
قضيه ترڅيړنې لاندې ده  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته