سیاست

د سترې محکمې رئيس: د اصلاحاتو پړاويز تطبيق په قضايي نظام د خلکو د باور د زياتوالي سبب شوى دى

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٥:
د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن په کابل کې دبريتانيا له نوي سفير دومينيک جرمي سره وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې لومړى د سترې محکمې رئيس خبرې وکړې او زياته يې کړه  چې افغانستان او بريتانيا لرغوني او تاريخي اړيکې او مناسبات لري، په تېره بيا په افغانستان کې د دموکراسۍ د نظام له ټينګښت وروسته په ټولو اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنيزو اوسياسي اړخونو کې  د دغه هېواد مرستې او دغه راز دقانون دواکمنۍ په برخه کې ددغه هېواد همکاري او د افغانستان له قضايي نظام سره   مادي ، تخنيکي او روزنيزې همکارۍ  د قدر وړ دي.
همدا اوس دبريتانيا له خوا له نشه يي توکو سره  دمبارزې له عدلي اوقضايي مرکز سره  ملاتړ کيږي او دجنايي جرمونو په برخه کې يو زيات شمېر قاضيان  ددغه هېواد د متخصصينوله خوا د هېواد په  دننه او بهرکې روزل شوي او دغه هېواد  او نورو هېوادونو ته دقاضيانو د مشاهداتي سفرونو  زمينه برابره شوې ده .
د سترې محکمې رئيس دغه راز داصلاحي پروګرامونو دپړاويز تطبيق دکار دپيل ، د اهليت، تخصص او ژمنې له مخې د کادرونو د ځاى پرځاى کولو، د مکافاتو او مجازاتو د اصل د رعايتولو، له اداري فساد سره دمبارزې، د قضيو  د څيړنې او د قضايي بهيرونو د ګړندي کولو، په تشکيلاتي جوړښت کې د بدلونونو، د چارو په اداره کې د ښځو د شتون او مشارکت د تامينولو، دقضايه قوې داستقلال دساتنې او د دعوا د خاوندانو دشکايتونو دڅيړنې د ساختارونو په باب  چې په ټوليزه توګه  دشفافيت درامنځته کيدو او په قضايي نظام دخلکو  دباور د زياتوالي او دقضا دپرستيژ د لوړوالي سبب شوي دي ، لازم معلومات وړاندې کړل.
وروسته په کابل کې د بريتانيا سفير په قضايي نظام کې دنويو بدلونونو او انکشافاتو په باب  دسترې محکمې درئيس دکتنې او خبرو دزمينې دبرابرولو له امله مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې دبريتانيا دولت دافغانستان له نظام اوله دې سره جوخت دبريتانيا  عدلي اوقضايي بنسټونه دافغانستان له عدلي اوقضايي بنسټونو سره ښې اړيکې  اومناسبات لري او ددغو بنسټونو دظرفيت د لوړولو په برخه کې يې خپل امکانات اوظرفيتونه نه دي  سپمولي.
ده دغه راز زياته کړه: په کابل کې دانګلستان دسفارت دقانون د واکمنۍ  برخه  دهېواد له عدلي بنسټونو په تيره بيا  له قضايي بنسټونو سره  په دايمي اړيکه کې  ده او مادي او روزنيز امکانات وړاندې کوي او زه هم  دخپل متبوع هېواد داستازي په توګه هڅه او هاند کوم چې د يوه ښه همغږي کوونکي په توګه عمل وکړم او  دافغانستان  قضايي نظام ته دپخوا په شان له عيني اړتياوو او ضرورتونو سره  متناسب معقول فرصتونه برابر کړم.
دواړو لورو دغه راز په دې کتنه کې له اداري فساد سره د مبارزې د واحد مرکز د جوړولو دطرحې په باب چې  کشفي، تحقيقي او قضايي بنسټونه په يوه ځاى کې  او په هر اړخيزې همغږۍ کې خپلې دندې د خپلو قانوني صلاحيتونو په  چوکاټ  کې ترسره کړي او دغه راز له دغه مرکز سره دنړيوالې ټولنې دمرستو دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې.
د يو بل خبرله مخې:
دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن د يوناما د قانون د واکمنۍ د برخې له رئيس مايکل هارتمن سره وکتل.
په دې کتنه کې دسترې محکمې رئيس دمادي امکاناتو وسايلو اوتجهيزاتو دبرابرولو  او له فساد سره دمبارزې په تګلوري کې دنړيوالو تجربو اومعيارونو   دليږدونې په برخه کې  چې ددغې ادارې  دکاري طرزالعمل په برابرولو او تدوين کې  اهميت لري؛ دسترې محکمې  دقضايي څارنې له ادارې سره  دهمکارۍ په برخه کې  ديوناما دقانون دواکمنۍ دبرخې دژمنو داجرا کولو دڅرنګوالي په برخه کې دمعلوماتو غوښتنه وکړه.
دقانون دواکمنۍ دبرخې رئيس دهغو  مقدماتي اقداماتو په باب چې په دې برخه کې يې  ترسره کړي دي اوله هغو مراجعو سره چې دموضوع په اړوند يې اړيکې نيولې دي؛ معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې اړيکې دوام لري او د قانون دواکمنۍ برخه له فساد سره په مبارزه کې د نړيوالې ټولنې علاقمندۍ ته په پاملرنې سره، دسترې محکمې غوښتنې ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکوي او په دې برخه کې دخپلو اقداماتو دنتيجو په باب به په  نږدې راتلوونکې کې سترې محکمې ته خبر ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته