سیاست

د سترې محکمې رئيس: خپلواکي او بې پريتوب د قضايي نظام مهم اصل دى

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٩  :
د سترې  محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفترکې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي ښاغلي نيکولاس هيسم سره وکتل.
د سترې محکمې د خپرونو  رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
په دې کتنه کې لومړى د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له لازم  تعارف وروسته، له قضائيه قوې سره د يوناما د همکاريو ساحې چې زياتره له اداري فساد سره د مبارزې، د قضائيه قوې د ستراتيژۍ  د طرحې او برابرولو، د دولتي ځمکې د غصب د بندولو او د غصب شويوځمکو د استرداد او هم په افغانستان کې د رسمي عدالت د سيستم د پياوړتيا په  برخوکې  متمرکزې وې؛ بيان کړې او د سترې محکمې په نوې مشرتابه يوناما د اعتماد  د څرګندولو په ترڅ کې د دغو اړيکو دپراختيا غوښتنه وکړه.
وروسته د سترې محکمې رئيس دافغانستان له دولت په تيره بياله عدلي اوقضايي  ارګانونو سره د ملګروملتو د سازمان د دفتر د همکاريوله امله مننه او قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د اداري فساد له ستونزې سره له بده مرغــــه د قضائيه قوې په ګډون  ټول دولتـــي او غيــــر دولتي بنسټونه مخامخ دي. خو ستره محکمه هوډمنه ده چې دلوى خداى (ج) په مرسته او په جدي اقداماتو په لاس پورې کولو او د قضايي څارنې د  ادارې په پياوړي کولو سره د فساد لمن راټوله کړي .
لکه څنګه چې په تيرو دريو مياشتوکې پنځه تنه قاضيان او ځينې کميشنکاران  د اداري فساد په تور نيول شوي دي او موږ له دغې پديدې سره په  مبارزه کې له ټولو امکاناتو او هلوځلو څخه کار اخلو.
د سترې محکمې رئيس دغه راز زياته کړه چې په تيرو دريو مياشتوکې په قضايي دستګاه کې په رابطو د ضوابطو د اصل د تامينولو او د مکافاتو او مجازاتو د اصولو د رعايتولو په مقصد يوه خاصه کميټه جوړه  شوې ده چې ددغو موازينو په تطبيقولو سره د هېواد د مرکز او ولايتونو په کچه  بدلونونه او ټاکنې ترسره کړي.
ستره محکمه دغه راز د قضايي او اداري پروسيجرونو د آسانولو په مقصد دکاري ساحو د قوانينو، مقرراتو او لايحو د اصلاح پروګرام تر لاس لاندې لري چې له شک پرته د اداري فساد دعواملو په کمښت کې زياته مرسته کوي.
د سترې محکمې رئيس د قضائيه قوې له استقلال سره د اړيکې په ترڅ کې وويل: استقلال او بې پريتوب د قضايي نظام مهم اصل دى او له نيکه مرغه دملي وحدت د حکومت  مشرانو  د قضايي استقلال د تامينولو  او د قاضي رايې ته د درناوي په نسبت  ډاډ ورکړى دى او موږ تر اوسه پورې په قضايي چارو او د قضائيه قوې په  داخلي چاروکـــې  د  ډيرې کـوچنۍ لاسوهنې احساس نه دى کړى.
د سترې محکمې رئيس دغه راز په دې کتنه کې د يوناما له دفتر څخه وغوښتل چې د عدلي او قضايي ارګانونو د اړتياوو دحل کولو په مقصدله دغو ارګانونو سره  د نړيوال بانک د مرستو د دوام زمينه برابره کړي او هم د قضائيه قوې د قاضيانو او مسلکي کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو او هم هغو ولايتونو ته د قاضيانو د ليږدونې په لاره کې همکاري وکړي  چې کورنۍ پروژې پکې نشته.
په پاى کې د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي د قضائيه قوې  د وړانديزونو د حل کولو په  نسبت هر راز همکاري څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د قضائيه قوې له مشرتابه سره اړيکو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته