سیاست

د سترې محکمې د عالي شورا دوو تنو نویو غړو، د لوړې مراسم پرځای کړل

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ١٠ مه:
د سترې محکمې د عالي شورا دوو تنو نویو غړو چې په دې وروستیو کې یې د ولسي جرګې له لوري د باور رایه ترلاسه کړه، د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي پر وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول او په هغوکې  قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظیمي هم حاضروو، د سترې محکمې د عالي شورا نویو غړو دین محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه، د وفادارۍ لوړه وکړه.
دوی سوګند وکړ چې د سترې محکمې د عالي شورا د غړو په توګه به  د اسلام د مقدس دین، د اساسي قانون د نصوصو او د افغانستان  د نورو قوانینو د احکامو په رڼا کې حق او عدالت ټینګ کړي او د قضا دنده به په پوره امانت دارۍ، صداقت او بې طرفۍ  سره ترسره کړي.
د لوړې د مراسمو له پرځای کېدو وروسته، د هېواد جمهوررئیس د سترې محکمې د عالي شورا نویو غړو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته