امنیت

د سالنګ په لويه لاره کې د امنيتي پوستوپه جوړيدو سره امنيت لاپسې ټينګيږي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د سالنګ په لويه لاره کې د امنيت د لا ټينګښت په موخه د دغې لويې لارې په بېلابېلو ساحوکې د پوليسو نوې ګرځنده او ثابتې پوستې جوړې شوې دي .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پوستې د دغې لويې لارې په اوږدوکې د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو په موخه له يوې ګرځنده ګزمې سره د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا جوړې شوې دي.
بشارت زياته کړه: دغه پوستې د ګولايي پنج او د ګولايي چارمغزک او په نورو زيانمنوونکو ساحوکې جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د سنګ سوراخ په ساحه کې يوه ګرځنده پوسته جوړه شوې وه .
ويل کيږي چې د دغو پوستو په جوړيدو سره د پلخمري – سالنګ په لويه لاره کې ټول امنيتي ګواښونه کمښت مومي او مسافران له کومې ستونزې او انديښنې پرته په دې لاره کې تګ راتګ کولاى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته