کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
د سالنګ د دويم تونل د جوړولو په خاطر فني څيړنې پيليږي.
د فوايد عامې وزارت به په دې تګلوري کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې له امله د آسيا د پرمختيايي بانک په مرسته د دولسو کيلومترو په اوږدوالي په دغه تګلوري کې لوى تونل جوړکړي.
د فوايد عامې وزارت مسوولين وايي: ټاکل شوې ده تر راتلوونکې يوې مياشتې پورې يو استراليايي شرکت د څه دپاسه ديرشو ميليونو ډالرو په لګښت د دغه تونل فني او اقتصادي څيړنې پيل کړي.
د ملي تدارکاتو کميسيون دتړونونو دبرخې مسوول بختيارنجمان باختر آژانس ته وويل: د سالنګ د نوي تونل د فني او اقتصادي څيړنو د تړون پړاوونه دملي تدارکاتو په کميسيون کې بشپړ شوي دي او ټاکل شوې ده د فوايد عامې وزارت د دغې پروژې کار د يوه بهرني شرکت له خوا پيل شي .
د سالنګ نوى تونل د هندوکش د غرونو له زړه څخه په تېريدو سره تر دوشاخ پورې جوړيږي او د دغه تونل فني څيړنې به تر راتلوونکو دريو کلونو پورې بشپړ شي.
نجمان زياته کړه: د فوايد عامې وزارت د دغه تونل د کيندلو لګښت يو ميليارد ډالره اټکل کړى دى.
د فوايد عامې وزارت وياند مهدي روحاني وايي: آسيايي پرمختيايي بانک د دغې پروژې د تمويلولو ژمنه کړې ده او په عملي کيدوکې يې هم کومه ستونزه نشته.
0 1 دقیقه لوستل