د سالنګونو لویې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا

کابل، د لړم ۲۴مه، باختر
لکه څرنګه چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار په بېلابېلو برخو کې جریان لري او هوا هم سړه شوې ده؛ په همدې اساس ټولګټو وزارت له ټولو هېواد والو او موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي چې له یادې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال دې ګرمې جامې او ژمني توکي له ځان سره ولري؛ ترافیکي قوانین رعایت کړي او د سالنګونو لویې لارې د ساتنې ریاست مؤظف پرسونل او اړوند مسئولينو لارښوونو ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي چې د بوږنوونکو پېښو مخه ونیول شي.
همدارنګه، ټولګټو وزارت د ټولو مجاهدینو او د پروان او بغلان ولایتونو له مسئولینو څخه غوښتنه کوي چې د سالنګونو لویې لارې د بیا رغونې په چارو کې دې همکاري وکړي او د دغې لویې لارې موظف پرسونل او اړوند مسئولینو لارښوونو ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي؛ څو د یادې لویې لارې رغنیزې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته