د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه
کابل، د کب ۲۴ مه، باختر
د بغلان سیمه ییز مسوولین وايي چې د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د سالنګونو لویه لار دوه ورځې وړاندې د واورې د اورښت او توپان له امله تړل شوې وه، نن سهار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.