د سالنګونو لویه لاره د ټېلري وسايطو پر مخ تړلې ده

کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
د سالنګونو مسوولين وایي چې له ټېلري وسايطو پرته نور موټرونه کولای شي په دې لاره کې تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست انجنیر عبدالظاهر محمدي نن سهار باختر آژانس ته وویل چې په شمالي سالنګ کې له توپان سره د واورې اورښت او په جنوبي سالنګ کې د واورې سخت اورښت دوام لري او د اټکلونو له مخې، ښايي په سالنګونوکې دغه حالت په راتلونکي ۲٤ ساعتونوکې دوام ولري.
هغه وویل: دغه لويه لاره اوس له ټېلري وسايطو پرته د نورو موټرو پر مخ پرانيستې ده او چلوونکي کولای شي له ژمنیو تجهیزاتو او د مقرراتو په رعایتولو سره په دې لاره کې تګ راتګ وکړي.
هغه زیاته کړه چې اوس په لویه لاره کې د لېدو ساحه ۵۰۰ متره، د توپان ګړندیتوب په یوه ثانیه کې ۶ متره، لندبل ۹۸ سلنه، د هوا سړښت منفي ١٢ درجه، په واټ کې کنګل کابو ۲۵ کیلومتره او په راتلونکي ۲۴ ساعتونوکې د واورې اورښت ٩٠ سلنه اټکل شوې ده.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته