د سالنګونو لويې لارې د ساتنې او څارنې په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د تونل دننه برخې او ۱۶ ګالرۍ د کانکریت اچونې کار د روان کال په جریان کی بشپړ کړی او دا مهال یاده لویه لار د مسافر وړونکو او بار ورونکو موترو پرمخ پرانیستل شوې ده.

دا چې د هېواد شته سړکونه او لويې لارې ملي شتمني او په بیا رغونه یې په میلیونونو افغانۍ لګښت راځي او له بله اړخه د اسلام په سپېڅلي دین کې د بیت المال ساتنه په ټولو هېوادوالو واجب ده؛ نو په همدې اساس ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلونکو څخه په ډېر درنښت هيله کوي، چې د سالنګونو لويې لارې څخه دې د تېرېدو پرمهال ترافيكي قوانين مراعت کړي، ټول د کوچنیو او د بار وړونکو موټر چلوونکي دې د خپلو موټرو وزنونه د یاد وزارت له ټاكل شوي معيار سره برابر کړي، د واورې پر مهال دې د ګالرۍ او د تونل څخه په تېرېدو د چاين (ځنځير) له تړولو څخه په کلکه ډډه وکړي ترڅو د نوي جوړ شوي سړک له تخریب څخه مخنیوی وشي.

د سالنګونو د ساتنې او څارني ریاست په یاده لویه لار د مالګې او خاورې شیندلو مسئوولیت پر غاړه لري تر څو د موټرو د ښویدنې او ترافيكي پېښو مخنیوی وشي.

دغه راز بار وړونكي وسایط دې د ورکړل شوي مهال وېش له مخې په یاده لویه لار تګ راتګ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته