ولایتونه / دمرغومي۱۰ / باختر
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول وایي چې نن له تریلرلرونکو وسايطو پرته ، نور وسايط کولای شي په دې لاره تګ راتګ وکړي .
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست سرپرست عبدالبشیر افغانزوی ، باختر آژانس ته وویل چې دغه لاره د تریلري وسايطو پرته ، د نورو وسايطو پر مخ پرانستې ده او وسايط کولای شي له زنجیر او مقرراتو له رعایتولو سره تګ راتګ وکړي .
هغه زیاته کړه دهوا سړښت منفي ۱۴ درجې او په راتلونکو ۲۴ ساعتو کې د واورې اورښت اټکل شته .
پای شکریه