د سالنګونو د لویې لارې او تونل د ترمیم او پراختیا په هکله د فواید عامې وزیر د هېواد جمهوررئیس ته رپوټ وړاندې کړ

کابل باختر دمرغومې ٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ  د سالنګونو د لویې لارې  د ترمیم او پراختیا په اړه، نن  په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
دغې غونډې ته چې د مالیې، اقتصاد او د فوایدعامې د وزیرانو په ګډون جوړه شوې وه، د فواید عامې وزیر د سالنګونو د لویې لارې د بیړني، موقت او اساسي ترمیم او همدا راز د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره د دغې لویې لارې د پراختیا لپاره د تخنیکې، اقتصادي او اجتماعي مطالعې په اړه چې د دغه وزارت لخوا ترسره شوې ده، خپل رپوټ وړاندې کړ.
جمهوررئیس د فواید عامې د وزیر د رپوټ له اوریدو وروسته د سالنګونو د لویې لارې پراختیا د افغانستان لپاره یوه مهمه حیاتي پروژه وبلله، پریکړه یې وکړه چې د دغې پروژې د مطالعې ټولې چارې دې ډیر ژر بشپړې شي ترڅو د عملي کار د پیل لپاره یې  په اقدام لاس پورې شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته