کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٣ :
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د نومولو د مراسمو امنيتي تيارى وڅيړه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو سترمعين سترپاسوال محمد ايوب سالنګي د آسيا د جنوب د هېوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د نومولو دمراسمو دپرځاى کولو په درشل کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين، دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مرستيال، دملي امنيت دلوى رياست مرستيال، دملي دفاع وزارت د اوپراسيون رييس او يوشمېر دولتي او امنيتي مسوولينو يې ملګرتيا کوله؛ د باميانو ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت امنيتي حالت په تېره بيا له امنيتي پلوه ددغه ولايت لرغونې ساحې او اماکن يې وڅيړل او په لرغونو ساحوکې يې دامنيتي تياري په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
ده وويل چې دملي پوليسوځواکونو دهېواد له نوروامنيتي ځواکونوسره په همکارۍ کې د دغو مراسمو د پرځاى کولو لپاره لازم تيارى ترلاس لاندې نيولى دى او دغه مراسم به په خوندي فضا کې پرځاى شي .
ټاکل شوې ده د باميانو لرغونى ولايت د روان کال د غبرګولي دمياشتې په ١٥ نيټه د آسيا د جنوب د هېوادونو ( سارک ) د فرهنګي پايتخت په توګه اعلام شي.
0 1 دقیقه لوستل