فرهنګ

د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د چمتو کولو د تيارى غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د سارک د فرهنګي مرکز په توګه د باميانو د چمتو کولو د کميسيون غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير او د دغه کميسيون د رييس ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د کرنې او اوبو لګولو د وزير محمد آصف رحيمي، د فوايد عامې د وزير نجيب الله اوژن ، د ترانسپورت او هوايي چلند د وزير داوود علي نجفي، د ښځو د چارو د وزيرې حسن بانو غضنفر، په ساختماني چاروکې د جمهور رييس د ستر سلاکار انجنير محمد يوسف پښتون، د باميانو د والي ډګر جنرال غلام علي وحدت، دبهرنيو چارو د وزارت او د ماليې د وزارتونو، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې د ادارې، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د استازو، د باميانو د ښاروال او د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په ګډون جوړه شوې وه؛ په ٢٠١٥ کال کې د سارک د فرهنګي پايتخت د مرکز په توګه د باميانو د چمتو کولو په اړوند هر اړخيزې خبرې وشوې او د اړتيا وړ موارد تصويب شول چې ټاکل شوې ده د دغې غونډې مصوبه ډير ژر د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته