ورزش

د ساحلي هندبال ملي ټيم انتخابيږي

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د ساحلي هندبال انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه سيالۍ نن د بدني روزنې او ورزش په رياست کې د ساحلي هندبال د ملي ټيم د انتخابولو په مقصد پيل شوې چې درې ورځې دوام کوي.
دبدني روزنې او ورزش رياست د خپرونو غړي محمد ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې له دهيواد مرکز او شپږو ولايتونو څخه ٢٥٠ تنه ورزشکاران ګډون لري چې ددغو سياليو په پاى کې دهيواد دساحلي هندبال ټيم ته دولس غوره څيرې انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته