سیاستخبرونهامنیتTOP

د زندانونو چارو د سمون اداره: په تېر یوه کال کې په بېلابېلو مناسبتونو څه باندې درې زره بنديان د هېواد له زندانونو څخه آزاد شوي دي

کابل، د وږي ۱۱مه، باختر

د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د زندانونو چارو د سمون ادارې مسئولينو نن د دغې ادارې د تېر یوه کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست مولوي محمد یوسف مستري، د هېواد د زندانونو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: کوم مجرمین چې د افغانستان په زندانونو کې ساتل کېږي؛ هغوی ته د انسان په سترګو کتل کېږي او انساني چلند ورسره کېږي.

مولوي مستري زیاته کړه چې اوسمهال د هېواد په زندانونو کې، په بېلابېلو جرمونو شاوخوا ۱۱زره محکوم شوي بندیان شپې سبا کوي چې له دې جملې ۱۰۰۰ تنه یې ښځې، شاوخوا ۸۰۰ محجوزین (زېر سن) او نور یې نارینه لویان دي چې ټولو ته یې په وخت خواړه او نور بېلابېل خدمتونه وړاندې کېږي.

هغه په ټینګار سره وویل چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان په هېڅ زندان کې له بندیانو سره ناوړه چلند نه دی شوی او نه هم وهل او ډبول شوي دي؛ بلکې له ټولو سره یې انساني چلند کېږي.

دغه راز د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر، وویل چې په تېر یوه کال کې د هېواد د مرکز او ولایتونو د زندانونو ۶۸۰ افسران، ساتنمنان او سرتېري له مسلکي زده کړو فارغ شوي او اوسمهال ۱۶۰ تنه نور نظامي پرسونل د دغې ادارې په تعلیمي مرکز کې په زده کړو بوخت دي.

Ps202409012 1

د قاري بدر د معلوماتو له مخې؛ د زندانیانو او د هغوی د کورنیو په غوښتنه او د تبدیلۍ او لېږدونې له کړنلارې سره سم، د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ  ۱۰۴ زندانیان له مرکز څخه ولایتونو ته، ۲۸۴ تنه له ولایتونو څخه مرکز ته، ۷۶۹ تنه له ولایتونو څخه ولایتونو ته او ۱۶۹۱ تنه د کابل له ولسوالیو څخه مرکزي زندان ته لېږدول شوي دي. همدا رنګه په یاده موده کې ۱۱۹۷ تنه د افسرۍ په بستونو کې، ۱۰۸۲ تنه د ساتنمنۍ او ۴۰۴ نور د سرتېرو په بستونو کې په دندو ګومارل شوي دي.

همدا رنګه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسلکي او پالیسۍ مرستیال قاري عبدالله همدرد، په خپلو خبرو کې وویل چې په تېر يوه کال کې دوه زره ۲۴۱ بنديان د ديني زده کړو له بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي او شپږ زره ۴۰۸ تنه نور په ديني زده کړو بوخت دي. په ورته مهال، ۱۹۵۴ بنديان د سواد زده کړې له برخې فارغ شوي او دوه زره ۳۵۰ تنه نور په زده کړو بوخت دي.

د هغه په وینا، په یاده موده کې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان له مخې؛ د روژې مبارکې مياشتې، کوچني او لوی اختر په مناسبت ۳۲۰۰ بنديان د هېواد له زندانونو څخه آزاد شوي او د ۱۶۵۵ نورو په سزا کې تخفیف راغلی دی.

د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د څه باندې ۴۱۸ زره زندانیانو او پرسونل درملنه، د هېواد سمبالو روغتونو ته د څه باندې ۲۲ زره زندانیانو او پرسونل راجع کول او د څه باندې ۹۰۰ غیر فعالو وسایطو ترمیمول؛ په تېر یوه کال کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نور مهم فعالیتونه ویل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد په زندانونو کې، ۲۴ ساعتو کې هر نارینه بندي ته ۱۲۰ افغانۍ، ښځینه ته ۱۵۰ افغانۍ او که ماشوم ورسره وي؛ بیا ۱۶۵ افغانۍ مصرف په پام کې نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته