د زندانونو چارو د سمون اداره: ټولو زندانیانو ته د دیني او عصري زده کړو په ګډون لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي

کابل، د چنګاښ ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رئیس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس مولوي محمدیوسف مستري، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر، د کابل ولایت د توقیف خونو رئیس قاري محمد ګل جګرخون او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان څخه د لیدنې پرمهال د دې زندان له محبوسینو او توقیفیانو سره وکتل او د هغوی د حال پوښتنه یې وکړه.
د ياد زندان بنديانو د چارو ادارې عمومي رئیس سره په دې کتنه دوی ته د زندانونو چارو د سمون ادارې له پاملرنې او ورسره د نېک چلند له امله د رضایت په څرګندولو سره وویل چې د دوی ټول انساني او شرعي حقونه په ښه توګه رعایت کېږي او له هېڅ راز کړاو او تکلیف سره مخ نه دي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د چارو ادارې عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ ، چې د دغې ادارې په ټولو اړوندو زندانونو کې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو په ګډون نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او د دې ادارې ملکي او نظامي مسوولین او پرسونل شپه او ورځ د مربوطه چارو د ښه پرمخ وړلو او د یادو اسانتیاوو او امکاناتو پرمټ د زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د چارو ادارې عمومي رئیس په دغه کتنه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د زندانیانو لپاره د ترسره شویو فعالیتونو په اړه خوښي وښوده او له خپل اړخه یې یادې ادارې سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته