امنیت

د زندانونو د اصلاح او څیړنو کمیټې د پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو زندانونه وکتل

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د آزادي سلب شویو مرکزونو د اصلاح کميټې پلاوی چې د جمهوري ریاست د عالې مقام د ۱۳۹۲ کال د زمری میاشتې د ۱۶ نیټې د ۳۷۲۶ ګڼه حکم پر بنسټ جوړه شوی د یادې کمیټې غړو د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې د خپلواک کمیسیون د مشر پوهاند ګلرحمن قاضي تر مشرۍ لاندې د پنجشیر او کاپیسا ولایتونو د آزادي سلب شویو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارني دخپلواک  کميسيون داطلاعاتو اودعامه اړيکو آمريت باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه پلاوی چې د اړوندو ادارو واک لرونکې غړي هم پکې شامل دي د یادو درې واړو ولایتونو د ادارو له مسولینو سره د آزادی سلب شویو مرکزونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي، ددي ترڅنګ یاد پلاوي د نوموړو ولایتونو د ادارې مسولینو او زندانیانو د استازو په  ګډون د زندان د مدیریت، امکاناتو، اسانتیاوو او د عدلې او قضایي مسایلو په اړه خبرې وکړي.
پوهاند قاضي له والیانو او نورو سیمه ایزو مسولینو سره په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، لکه څنګه چې د جمهوري ریاست د مقام په حکم کې په ډاګه شوی، چې له زندانونو د پلاوې د لیدو موخه د زندان او زندانیانو د وضعیت څیړل، له زندانیانو سره له نږدې خبرې کول، د هغو د ستونزو اوریدل او هغو ته د حل لارو پیدا کول او بیا د محبسونو او زندانونو د اصلاح او ښه والې لپاره جلالتماب جمهور رئیس ته د هغه د راپور وړاندې کول دي.
داچې د پروان زندان ودانۍ تر کار لاندې ده ، ددغه ولایت محبوسین د پلچرخې مرکزې زندان ته لیږدول شوی دي ، خو له خبرو کولو وروسته پريکړه وشوه چې له هغه ځاې څخه دي د بګرام زندان ته چې له ښو تجهیزاتو او امکاناتو څخه برخمن دي ولیږدول شی..
پوهاند قاضي څرګنده کړه چې د زندانونو اصلاح یو ضرورې امر دي او د دغې کمیټې د ټولو برخو واک لرونکې استازي شته ترڅو ستونزې په هر اړخیزه توګه وڅیړې او په بیړه هغو نیمګړتیاو ته د حل لارې پلټونکې شي. هغه زیاته کړه محبوسین د آزادې له حق پرته له نورو ټولو حقونو برخمن دي.     
د کاپیسا په ولایت کې یو شمیر زندانیانو ادعا لرله چې یو شمیر سیمه ایز افراد د عدلې او قضایي بنسټونو په کارونو کې غیر قانونې مداخله کوي چې په دي صورت کې قانون تر پښو لاندې کیږي.
دغه راز د هغو یو شمیر نورو د جرم د ثابتولو لپاره د کافي دلایلو له نشتوالې او همدارنګه د مستنطیقینو او څارنوالانو له خوا د تحقیق او کشف پرمهال د هغو له خوا له  له نامناسب چلند څخه شکایت کاوه او اړوندو ارګانو ته یې لارښوونه وکړه چې دهغو د مخنیوي لپاره جدی اقدام وکړي.
نوموړي پلاوې په یادو ولایتونو کې له زندانیانو، د زندان له مسوولینو او د عدلي او قضایي بنسټونو له استازو سره هر اړخیزې خبرې وکړي او د هغو کسانو لپاره چې آزادې یې سلب شوی د هغو د وضعیت د ښه والې لپاره  دحل مناسبې لارې  پیشنهاد شوې چې هرکلی یې وشو.
د مناسب ځای نشتوالی، د اوبو کموالی او د زندانیانو لپاره د آسانتیاو نشتوالی هغه عمده ستونزې وې چې د پنجشیر، کاپیسا او پروان په ولایتونو کې زندانیانو لرلې. لکه څنګه چې د زندانیانو استازو وویل ،  چې په دینې برخه کې له زده کړو برخمن دي خو د حرفې او کارګاوو په برخه کې د مناسب ځاې او امکاناتو نشتوالی هغه څه دي چې د آزادي په سلب شویو مرکزونو کې ورته لاسرسی نه شته.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته