اقتصاد

د زعفرانو (سرو زرو): حاصلات په بسیاري ډول زیات شوي دي.

-کابل- باختر د کب دمیاشتې ۱۷
د افغانستان د زعفرانو کروندګرو په روان کال کې له خپلو کروندو څخه ۴۶۷۵ کیلو ګرامه زعفران ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:- په تیر کال کې دغه اندازه څه نا څه ۴ زره کیلو ګرامه وو.
دغه زیاتوالی د زغفرانو د ۲۳۶ متریک ټنو پیازو،او د کرکیلي او د محصولاتو د راټولولو د محصولاتو له ویش،د ۲۳۶ نمایشي قطعو له جوړولو،او د ۳۳۵ تنو بزګرانو او محصولاتو ته د کرکیلې،څارنې او د حاصلاتو د راټولولو د لارو چارو او چلندونو له زده کړې او د زعفرانو د وچوونکو ماشین آلاتو او د ۲۳۶ کرنیزو انډیو له ویش وروسته رامنځه شوی دی.
ددغې برخې د ماهرانو پراخې هلې ځلې او د زعفرانو په کروندو کې بزګرانو سره عملي کار د هغو فعالیتونو یوه بله برخه ده چې ددې سبب شول چې سبزکال دغه شان ستر بریالیتوب ترلاسه کړو.
ددغه بوټې زیات حاصلات د هرات په ولایت کې ترلاسه شوي دي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت له مرستندویو موسسو سره په همکارۍ کې د کال په پیل کې یو داسې پلان طرحه کړی و چې له مخې يې د زعفرانو کرکیلې ته د هیواد ۲۳ ولایتونو ته پرختیا ورکول کیده.
دغه پروګرام د ماهرانو او بزګرانو په جدیت او هلو ځلو سره په بریالیتوب سره تطبیق شو.او موږ په دې بریالي شو چې ټاکلې موخې ته ورسیږو.
په روان کال کې د افغانستان په ګوټ ګوت کې د ۱۰۷۳ هکتار کرنیزې ځمکې په ساحه کې زعفران کرل شوي دي.
زعفران یو صنعتي بوټی دی چې (د سروزرو) لقب ورته ورکړ شوی دی او زموږ هیواد ددغه بوټي د کرکیلې او ودې لپاره مناسب ځای دی .
د یادونې وړ ده چې په وروستیو دریو کلونو کې د افغانستان زعفرانو ته د خوراکي توکو د خوند او کیفیت د سنجش د انستیتیوت له خوا د نړۍ د ډیرو ښو او زړه وړونکو زعفرانو لقب ورکړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته