د شهادت او قربانۍ د لارې دوام؛ د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله ارمان به پوره کېږي

کابل، د لېندۍ ۲۲ مه، باختر
تبصره
هغه چې وایي(ژوند د غیرت او مرګ د شهادت) شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله همداسې وکړل، نږدې شپږ لسیزې ژوند یې په غیرت او له دین، وطن او خلکو څخه په دفاع کې تېر کړل او په پای کې الله (جل جلاله) د شهادت په مرګ هم ونازوه او دغه شهادت یې په داسې مهال په نصیب شو، چې عملاً د دین، هېواد، خلکو او بیا په ځانګړي ډول مهاجرینو لپاره د نظام په یو ډیر مهم ځای کې په خدمت لګیاه و.
شهادت د هر مجاهد د زړه ارمان دی او هر مجاهد چې کله مبارزه او جهاد پیلوي، نو له دین، وطن او خلکو څخه د دفاع ترڅنګ یې بل لوی ارمان د شهادت ترلاسه کول وي او دعا کوي، چې الله (جل جلاله) یې دا ارمان پوره کړي.
تر شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني وړاندې زرګونو او لکونو نورو افغان مجاهدینو هم په دغې لاره کې خپل سرونه نذرانه کړي او پرته له شک څخه، چې د الله (جل جلاله) له دین، وطن افغانستان او افغانانو څخه د دفاع لپاره به دا لاره دوام مومي او راتلونکي نسلونه به هم په ډېرې مېړانې سره پر دغې لارې راځي او د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله په شان به د خپلو مشرانو پر قدم به خپل قدم اږدي.
د دوه وو جهادونو مجاهد شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله په خپل ژوند کې د افغانستان د دښمنانو له اشغال څخه د خلاصون خوند ولید، هغه څه یې چې د ژوند ارمان و او د هغه څه لپاره یې چې کلونه کلونه مبارزه کړې وه.
شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني یواځې نه وو بلکه کابو ټوله کورنۍ لکه: ورور، ورېرونه او نور خپلوان یې مجاهدین دي او وو او دغه کورنۍ به د نوموړي تر شهادت وروسته نوره هم پیاوړې کېږي او لا ډېر به افغان وطن ته د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله په شان بچیان وړاندې کوي.
لکه څنګه چې اسلامي امارت د نوموړي د شهادت په اړه خبرپاڼه کې ورته اشاره کړې، دغه ډول پېښې اسلامي امارت او افغانان نه شي کمزوري کولای برعکس دا دښمن دی، چې خپله بې ننګي، خپل قساوت او شقاوت او خپله شومه څهره مسلمانانو ته په ګوته کوي.
د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله ارمان به پوره کېږي او دا وطن به د زرګونو شهیدانو له ارمان سره سم آبادیږي، غوړيږي او اسلامي نظام به لا نور پیاوړی کیږي.
د شهید حاجي خلیل الرحمن حقاني تقبله الله او زرګونو نورو شهیدانو روح دې ښاد او یاد یې تل پاتې وي.
(إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته