د زرغونې انا د مقبرې د اساسي بیا رغونې کار پيل شو

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه کندهار ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د زرغونې انا مقبرې د اساسي بیا رغونې چارو پرانیسته وکړه.

د پرانیستو په دغو مراسمو کې ملا خير الله خيرخواه د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چي د هېواد په کچه د ځينې تاریخي آبدات د نړېډو له ګواښ سره مخ دي، چې له دې ډلې د زرغونې انا مقبرې بیا رغونې کارونه هم درېدلي وو، چې نن یې بېرته چارې پیل شوې.

خيرخواه زياته کړه، چي د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله د حکم سره سم هغه تاريخي آبدې بیا رغول کيږي، چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او بیا رغونې ته ډېره اړتیا لري.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې او رغونې رئیس انجنیر محمد حسيب نسيمي د زرغونې انا مقبرې د بیارغونې په اړه وويل، چې پر دغه مقبره به ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راشي او چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د يادولو ده، چې څو ورځې وړاندې د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا د مقبرو د بیا رغونې کارونه هم پای ته ورسېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته