ټولنه

د زابل يو سيمه ييز مسوول په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د زابل ولايت يو سيمه ييز مسوول د يوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شو.
دغه پيښه د قندهار د لوى لارې په تګلوري کې هغه وخت رامنځته شوه چې د اتغر د ولسوال عبدالباري د سپرلۍ موټر له يوبل موټر سره ټکر وکړ.
د قندهار د لوى لارې د ترافيکو يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د زابل د اتغر ولسوال  ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .
د ترافيکو دغه مسوول د دغه سيمه ييز مسوول د سپرلۍ د موټر چلوونکى ګړنديتوب د دغې پيښې د رامنځته کيدو اصلي علت وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته