– کلات/د وری ۱۶مه/باختر
د زابل د سلطان ملخي ولایتي روغتون د درملو او روغتیايي وسایلو له کمښت سره مخ دی.
د زابل د سلطان ملخي ولایتي روغتون آمر ډاکټر محمد داوود مجددي وايي چې تېر کال په موټر بم برید کې دغه روغتون ته دروند زیان واوښت چې ځېنې برخې یې ویجاړې شوې.
د دغه روغتون اسانتیاوو لپاره د جراحۍ، داخلې، انستیزي، عاجل او نسائي او ولادي څانګي لرلې چې لومړۍ څلور یې په بشپړه ډول لمنځه لاړلې، روغتیايي وسایل او تجهېزات یې په بشپړه ډول ویجاړ شول.
مجددي وايي: موږ په څلورو( عمومي داخله، عمومي جراحي، نسايي ولادي او د ماشومانو) په برخو کې خدمتونه وړاندې کوو.
مجددي زیاتوي، د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو خلک له ستونزو سره مخ دي، د طبیعي پېښو، امنيتي ستونرو، او د لارې د خرابوالې له امله ناروغان یې پر وخت مرکز ته نه رسېږي.
د زابل اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د درملو نشتوالي او د روغتیايي وسایلو کموالې هغه ستونزې دي چې له امله یې د ناروغانو پر وخت درملنه نه کېږي او یوه وړه ناروغي هم کولای شي د دغه ولایت د خلکو ژوند وګواښي.
دوی زیاتوي چې له لري پرتو سیمو څخه د ناروغانو د لارو د خرابېدو له امله تر روغتون پورې په ډېرو ګړاوونو سره رسېږي خو په روغتون کې یې د ناروغانو سمه درملنه نه کېږي.
د زابل ولایتي روغتون یو ناروغ جلات خان وايي، د ډاکټرانو له خدمتونو څخه راضي یوو او روغتیايي وسايل د ناروغانو په واک کې دي.
د زابل یو بل اوسېدونکی جمعه خان وايي، OPD څانګې هغه نرسانې چې په څه نه پوهېږي، باید له دندې ګوښه کړای شي.
یوه مېرمن برېښنا وايي، مرکز دې د زابل ولایتي روغتون په پښو ودروي او لازم امکانات دې په واک کې ورکړي.
د زابل یو قومي مشر حاجي نقیب الله شېرزاد وايي، د وسله والو طالبانو د موټر بم د برید په پایله کې د دغه روغتون هرڅه ویجاړ شول او بیا حکومت ځانکړې پاملرنه ورته نه ده کړې او په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه هم نه لرو.
د زابل د عامي روغتیا رييس ډاکټر لعل محمد توخي وايي چې د زابل د عامي روغتیا ریاست (۶۲) روغتیايي مرکزونه لري او ټول فعال دي، خو ستونزه دا ده چې ۴۰ سلنه یې معياري ودانۍ نلري او زیاتره یې په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
توخي له خلکو غواړي چې له روغتیايي کارکوونکو سره همکاري وکړي او د هغوي سپارښتنې په پام کې ونيسي چې د خلکو د روغتیا لپاره ورکول کېږي.
پای/ امان الله داوودزی
16 2 دقیقې لوستل