د زابل والي، د انکشافي پروژو تطبیق ته د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه 

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د زابل والي مولوي حزب الله افغان، د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې، په یاد ولایت کې د انکشافي پروژو تطبیق ته د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده. 

د ریاست الوزرا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د زابل والي د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي چې سیمه ییز مسئولین د یاد ولایت د خلکو د امنیت د تامین ترڅنګ، د دوی د ستونزو د حل په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

هغه دغه راز د اسلامي امارت له رهبري څخه غوښتي چې د کرنیزو ځمکو پراختیا، په لرې پرتو سیمو کې د روغتونونو جوړولو، راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې او انکشافي پروژو د تطبیق برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا رنګه، د ریاست الوزرا له اداري مرستیال، د زابل کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي:«اسلامي امارت او سیمه ییز مسئولین د افغان ولسونو د ستونزو د حل او دوی ته د هوساینې د رامنځته کولو په لاره کې خپلې هېڅ راز هڅې نه سپموي».

مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره به د یادو ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته